امنیت

يوويشت طالبان په روزګان کې ووژل شول

کابل / د وري ۹ مه / باختر
په روزګان کې ۲۱ وسله وال طالبان له پوځيانو سره په نښتو کې ووژل شول.
د رارسېدلو خبرونو له مخې؛ وسله وال طالبان په خاص روزګان او دهراوود ولسوالیو کې او ترينکوټ ښار ته څېرمه پر امنيتي پوستو د بريدونو په موخه راټول شوي وو چې له ځمکې او هوا بريدونه پرې وشول.
د هېواد په جنوب کې اتل قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په دغو نښتو کې ٢١ وسله وال طالبان ووژل شول.
د جګړې په پاى کې د يرغلګرو لسګونه جنګي وسايل د پوځيانو لاسته ورغلل.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یو بل خبر له مخې:
پوځیانو په روزګان کې د ۱۶ ماینونو په کشف او شنډولو سره د یولړ چاودنو مخه ونیوله.
د دغو ماین ښخونو په اړوند څوک نه دي نیول شوي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته