امنیت

وسله والو طالبانو ملکي وګړو ته ماينونه ښخ کړل .

کابل باختر دتلي ديارلسمه :
په روزګان ولايت کې دماين دچاودنې له امله ديوې ښځې په ګډون دوه تنه شهيدان شول .
دغه پيښه نن سهار دترينکوټ ښار په لاره کې هغه وخت رامنځته شوه چې دغه ملکي وګړي دوسله والو طالبانو له خوا په ښخ کړى شوي ماين وختل .
دروزګان ولايت يو امنيتي  مقام دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې پيښه کې يوه ميرمن او يو نارينه شهيدان شوي دي .
ده وسله وال طالبان ددغې پيښې مسوول وبلل او ويې ويل چې ددغې پيښې دعاملانو دپيژندنې او نيولو لپاره پلټنې پيل شوې دي
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې درې تنه ماشومان په روزګان ولايت کې دماين دچاودنې له امله ټپيان شول . 
دغه ماشومان  نن سهار په دهراود ولسوالۍ کې په يوه سيمه کې کله چې په خپلو ماشومانه لوبو بوخت و په ماين وختل .
پوليس وسله وال طالبان ددغې پيښې عامل بولي .
په همدې حال کې  په روزګان کې ديوه روغتيايي مرکز ډاکترانو ددغې پيښې د ټپيانو روغتيايي حالت مخ په ښه والي وباله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته