خبرونهاقتصادTOP

يو روسي شرکت په افغانستان کې د کانونو په برخه کې پانګونه کوي

 کابل، د غبرګولي ۱۱ مه، باختر

د یوه روسي شرکت چارواکي د پانګونې په موخه افغانستان ته راغلي دي.

د باختراژانس د خبرله مخې؛ د (اسيا ماينينګ) شرکت مسوولين اسماعيل اسماعيلوف، هاشم بيګ کورمانوف او نوسب بيګ رسولان پرون د رييس الوزرا له سياسي مرستيال مولوي عبدالکيبر سره وکتل او د افغانستان د کانونو په برخه کې د پانګونې لپاره  د یاد شرکت د علاقمندۍ خبر ورکړ.

د رييس الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير په دې کتنه کې  د ياد شرکت د مسوولينو له علاقمندۍ څخه د مننې په ترڅ کې وويل چې اسلامي امارت د کورنيو او بهرنيو پانګونې هرکلى کوي او چمتو دى چې د پانګه والو امنيت تامين کړي.

د رييس الوزرا سياسي مرستيال روسي پانګه والو ته ډاډ ورکړى، چې  حکومت بهرنيو پانګه والو ته ټولې لازمې اسانتياوې برابروي او له هغوى سره له هېڅ راز همکارۍ څخه ډډه نه کوي.

د يادونې وړ ده تر دې مخکې هم د روسي، چينايي او اوکرايني  شرکتونو په ګډون يو شمېر بهرنيو شرکتونو په افغانستان کې د پانګونې لپاره علاقمندي څرګنده کړې وه.

\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته