خبرونهامنیت

يو غير مسوول وسله وال قوماندان په بغلان کې ووژل شو

کابل / د ليندۍ ٧ مه / باختر

په بغلان کې پرون مازيګر د دوو غير مسوولو وسله والو قوماندانانو ترمنځ جګړه کې يو يې ووژل شو.

د فرنګ ولسوال احمد فريد صاحب زاده د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې د دغې ولسوالۍ په چهارقريه کلي کې د دغو دوو غير مسوولو قوماندانانو ترمنځ جګړه کې قوماندان رشيد وژل شوی دی.

هغه زياته کړه: په جګړه کې د قوماندان رشيد د زوى په ګډون دوه تنه نور ټپيان شوي دي.

پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته