امنیت

پنځلس طالبان په زابل کې ووژل شول

کابل / د وري ۲۳ مه / باختر
د وسله والو طالبانو ١۵ غړي په زابل کې په نويو جګړو کې ووژل شول.
پر دغو طالبانو تېره شپه او نن سهار په ارغنداب، شاجوی او شينکي ولسواليو کې هغه وخت بريدونه وشول چې د افغان ځواکونو پر پوستو او د سپرلۍ پر کاروان يرغل وکړ.
د هېواد په جنوب کې اتل قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په دغو جګړو کې ١۵ وسله وال طالبان ووژل شول او ۶ نور یې ټپيان شول.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يو بل خبر له مخې:
افغان ځواکونو د زابل له ګڼ مېشتو لارو څخه د ۳۰ ماينونو په کشف او شنډولو سره د يولړ چاودنو مخه ونيوله.
د دغو ماين ښخونو په اړوند څوک نه دي نيول شوي، خو امنيتي خبرځايونه یې وسله وال طالبان مسوول بولي.
پاى \ ج \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته