نړۍ

په کراچۍ ښارکې د تاوتريخوالي له امله شپږتنه ووژل شول

کراچۍ  باختر دکب شپږمه :
  په کراچۍ کې ښار نن د تاوتريخوالي د جلا جلا پيښو له امله څه ناڅه شپږتنه ووژل شول او يو تن بل ټپي شو .
باخترآژانس دپاکستان د ډان ورځپاڼې له خولې خبر ورکړ چې د يوه دوه ويشت کلن سړي مړى چې په بدن کې د ځورونې نښې نښانې ترسترګو کيدې؛ دکراچۍ ښار د علم پريد په ناحيه کې ترلاسه شوى دى.
سربېره پردې يو تن دکراچۍ دلياري چوک ته څېرمه د ډزو په پيښه کې او نورکسان هم ددغه ښار په بېلابېلو سيموکې وژل شوي دي.
په دې تاوتريخوالي کې يو زده کوزونکى سخت ټپى شوى دى.
په همدې حال کې پوليسو د کراچۍ د منګوپير، اورنجي او ټاون په ناحيوکې  يوولس تنه مشکوک کسان له وسلو اومهماتو سره نيولي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته