خبرونهامنیت

پنځه سوه سرتېرو په بغلان کې له یوروزنیزمرکز څخه فارغ شول

 کابل /دمرغومی ۱۲مه /باختر

پنځه سوه روزل شویو سرتېرو پرون له یوې روزنیزې دورې وروسته د۲۱۷ عمری قول اردو د درېیمې لوا له تعلیمی مرکزڅخه د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

په بغلان کې د ۲۱۷عمری قول اردو د درېیمې لوا قوماندان مولوی محمد شاکربغلاني د باختراژانس سیمه ییزخبریال ته وویل چې دغه سرتېري د بغلان د کیله ګي په روزنیزمرکزکې  ۴۵ ورځې په پوځی اوعقیدتی برخې زده کړې وکړې اود دندو د ترسره کولو لپاره بېرته خپلو قطعاتوته معرفی شول.

د بغلان والی قاری بختیارمعاذ په دغه ولایت کې د امنیتي چارو د ښه تامینولو په لاره کې د دغوسرتېرو رول مهم او اساسی وباله.

د بغلان د اطلاعاتواوفرهنګ رییس مولوی اسد الله مصطفی هاشمي وویل: د دغوسرتېرو د مسلکی زده کړو اوظرفیتونوپه لوړولو سره د خوښۍ په څرګندولوسره شرعي اوعقیدتي مسئلو سره د سرتېرو په لازیاتې بلدتیا ټینګاروکړ.

ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته