امنیت

پنځه طالبان په جوزجان کې ووژل شول

کابل/ د وږي ٢٣مه / باختر پنځه وسله وال طالبان نن په جوزجان کې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول. د جوزجان د والي وياند معروف آذر باختراژانس ته وويل: دغه طالبان له هغه وروسته د جوزجان په منګجک ولسوالۍ کې ووژل شول چې پر يوې امنيتي پوستې بريد وکړ او د پوځيانو له غبرګون سره مخ شول. آذر زياته کړه د نښتې په بهيرکې يو ملکي وګړى شهيد او دوه پوځيان ټپيان شول. پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته