سیاست

صلاح الدين رباني په کابل کې د قطر له لومړي سفير سره وکتل

کابلباختر د زمري ١٣ مه
د افغانستان د بهرنيو چارووزير صلاح الدين رباني په کابل کې  د قطر له لومړني سفير سعيد مبارک  الخيارين  الهاجري سره  د پيژندګلوۍ کتنه وکړه.
  باختراژانس ته د بهرنيو چارو وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، 
الهاجري رونوشت خپل باور ليک د بهرنيو چارو وزير ته وړاندې کړ او ويې ويل  وياړي  چې په افغانستان کې د قطر لومړنى سفير دى .
د بهرنيو چارو وزيرهم د افغانستان د سولې د خبرو په نسبت د قطر د هڅو او کوربه توب له امله مننه وکړه .
ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته