سیاستTOP

په  اسلام آباد کې د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیرمولوي امیرخان متقي د وینا متن

الحمد لله والصلاة السلام علی خیر خلقه محمد وعلی آله واصحابه اجمعین.

اما بعد:

((وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا)) صدق الله العظيم

ښاغلی حسين ابراهيم طه – د اسلامي همکاريو د سازمان عمومي منشي، ښاغلی شاهزاده فیصل بن فرحان د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر، ښاغلی شاه محمود قریشي د پاکستان د اسلامي جمهوریت د باندنیو چارو وزیر، د اسلامي همکاریو د سازمان غړو،

ښاغلو او آغلو،

السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته!

له هر څه مخکې، د افغانستان د خلکو په استازیتوب د سعودي عربستان له شاهي دولت، د پاکستان له اسلامي جمهوریت او د اسلامي همکاریو سازمان له سرمنشي څخه ځانګړې مننه کوم چې په دې خاصو شرائطو کې یې د افغانستان په اړه داسې مهمه غونډه دائره کړه.

ښاغلو او آغلو!

لکه څنګه چې افغانستان په تاریخي لحاظ د اسلامي همکاریو د سازمان له بنسټ ایښودونکو غړو څخه دی اوس هم غواړو د اسلامي همکاریو د سازمان فعال غړي پاتی شو. موږ ټول یو وجود یو او هیڅکله هیڅوک زموږ په منځ کي بیلتون نه شي راوستلای.

  • موږ چمتو یو د یوې کورنۍ د غړو په حیث د افغانستان په تړاو د اسلامي هېوادونو ټولې هغه غوښتنې، اندیښنې او مشورې واورو او ومنو چې له اوسني بحرانه د وتلو سمه او عادلانه لاره په نښه کوي. موږ په دې برخه کې د اسلامي هیوادونو له خواخوږۍ مننه کوو.

ښاغلو او آغلو!

موږ د افغان ولس د یوه نماینده او مسوول حکومت په حیث د بشر حقوق، د ښځو حقوق او په حکومت کې د ټول ولس د بېلا بېلو سیمو د وړ شخصیتونو ګډون خپل مسوولیت ګڼو او په دې اړه مو ډیر څه کړي او نور اقدامات به هم کوو.

په دې ورستیو کي د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري د ښځو د حقوقو په اړه یو ډیر موثر فرمان صادر شو چې د هغوی د حقوقو په ورکړه کی به خوراغېزمن ثابت شي.

په تأسف سره باید ووایو چې موږ لا هم د یو شمیر رسنیو د یو طرفه تبلیغاتي جنګ هدف یو، دوی د افغانستان اوسنی تصویر په ډير بد شکل نړۍ ته وړاندې کوي. حال دا چې د اګست پنځلسمې له تحول وروسته افغانستان کې سرتاسري سوله راغلې او د هېچا ژوند ته د سیاسي او نورو ملحوظاتو پر بنا تهدید نه دی متوجې شوی. له څه باندې څلوېښت کاله بې ثباتۍ او جګړې وروسته نن هر افغان کولای شي بې له وېرې او تهدید څخه په خپل وطن کې ژوند وکړي.

واقعیت دا دی چې د افغانستان د اسلامي امارت په راتګ سره درې څلویښت کلن جنګ ته د پای ټکی ایښودل شوی او څلور لسیزې وروسته په لومړي ځل جګړه ییز تلفات صفر شوي دي.

  • د افغانستان زندانونه په لومړي ځل له سیاسي بندیانو تش شوي.
  • ټولې دولتي ادارې په کم وخت کې فعالې شوې او خدمات وړاندې کوي.
  • د پخواني رژیم پنځه لکه مامورین د اسلامي امارت په مختلفو برخو کې د پخوا په شان خپلو دندو ته دوام ورکوي او له هیچا سره تبعیضي یا انتقامي چلند نه دی شوی.
  • اوسني حکومت کې د هر قوم، سمت او مذهب خلک ځان ویني او ژمن يو چې د لا پراختيا لپاره به یې د هر قوم او مذهب متخصصینو ته د کارکولو ښه زمینه برابره کړو.
  • په افغانستان کې د فساد او زورواکو مخه په کلکه نیول شوې ده، اداري فساد، غصب، له ملي شتمنیو څخه شخصي استفاده او د قدرت جزیرې له منځه تللې دي. افغانستان وروسته له څو لسیزو په لومړي ځل متحد او په ټول هیواد حاکم نظام لري.

نوی حکومت چې په ټول هېواد بشپړ تسلط لري، د هېواد ټوله جغرافیه او ارضي تمامیت یې خوندي کړی، امنیت یې تأمین کړی او د نړۍ هېڅ هېواد ته ګواښ نه دی، د یوه حاکم نظام په حیث حق لري چې نړۍ ورسره رسمي تعامل ولري او د نړیوالې ټولنې مسوول غړی شي.

  • موږ ټولې نړۍ او په خاص ډول اسلامي هېوادونو ته ډاډ ورکوو چې د افغانستان خاوره به د چا پرضد نه کارول کېږی او د نشه يي توکو د کښت او قاچاق پر وړاندې به په ګډه مبارزه کوو.

ټول پوهېږو چې د افغانستان سیاسي انزوا  د هېچا په ګټه نه ده، نو بناء د ټولو مسوولیت دی چې له رامنځته شوی ثبات سره مرسته وکړو او په سیاسي او اقتصادي ملاتړ یې ځواکمن کړو.

  • افغانستان اوس مهال د امنیت له اړخه خورا خوندي هېواد دی، موږ هیله من یو چې منطقوي پروژو کار ژر تر ژره پیل شي او د نړیوالو په مرسته پیل شوې نیمه پاتې پروژې بشپړې شي.
  • اوس بهرنۍ پانګونې لپاره کافي او ښه فرصتونه شتون لري موږ له نړیوالو او په خاص ډول د اسلامي هېوادونو له پانګه والو څخه غوښتنه کوو چې په افغانستان کې پانګونه وکړي، موږ ډاډ ورکوو چې لازمې اسانتیاوې به ورته برابرې کړو. د ډاډمن امنیت په پایله کې اوس افغانستان د سیمې د اقتصادي اتصال په مرکز بدلېدلای شي.

ښاغلو او آغلو،

  • په داسې حال کې چي ولس مو جګړو، وچکالۍ د کووید ۱۹ ناروغۍ او فقر ځپلی دی، بله خوا زموږ د خلکو په ملیاردو ډالره زیرمې کنګل شوې دي، د پیسو د نړیوال صندوق، نړیوال بانک، اسیایې بانګ او نورو ادارو له خوا انکشافي پروژې او مرستې په ټپه ولاړې دي، په دې کار سره د روغتیا، پوهنې او عامه خدماتو سیستمونه له خطر سره مخ کېږي او زیان یې ولس ته اوړي.
  • دا ټول موارد بېړنیو حل لارو ته اړتیا لري موږ هیله لرو چې د اسلامي هېوادونو او د نړیوالو مرستندویه موسسو په مرسته یې په شریکه حل کړو. موږ په لنډ مهال کې بېړنیو مرستو ته اړتیا لرو او هېواد وال مو تر توکو نغدو پیسو ته ډیره اړتیا لري چې هم د پیسو ( افغانیو) ارزښت وساتل شي او هم خپلې اړتیاوې پرې پوره کړي، له نېکه مرغه چې افغانستان اوس د یوه مسوول، له فساد څخه پاک او متعهد حکومت لرونکی دی، چې دا به په راتلونکي کې افغانان له ستونزو څخه خلاص کړي. له دې کبله چې تحول تازه راغلی او موږ له غیر عادلانه بندیزونو سره مخ یو، زموږ خلک ستاسو مرستو ته اړتیا لري.

شاغلو او آغلو،

  • موږ کابل ته د سعودي عربستان او عربي متحدو اماراتو د ډیپلوماتانو د راتګ هرکلی کوو.
  • د امریکا متحده ایالات چې په افغانستان یې بندیزونه لګولي او د افغانستان شتمنۍ یې کنګل کړي د‌ دې زيان افغان ولس ته رسېږي او د افغان ولس له بشري حقوقو څخه ښکاره سر غړونه ده دا به له يوه ولس سره دښمني وګڼل شي.

موږ  د دې ستر مجلس له ګډونوالو هيله کوو چي له امریکایي چارواکو غوښتنه وکړي چې د افغان ولس ځورول او افغان حکومت کمزوري کول د هېچا په ګټه نه دي. دا کار زموږ د اړيکو له بهترۍ سره مرسته نه کوي. دا ډول کړنې د امریکا حیثیت ته زيان رسوي او د مهاجرتونو لړۍ پراخوي چې منفي اثرات یې ټولی نړۍ ته رسېږي.

  • موږ د اسلامي همکاریو سازمان پر هغو غړو چې دا مهال یې په کابل کې د خپلو سفارتونو فعالیتونه ځنډولي دي غږ کوو چې خپل سفارتونه بېرته پرانیزي، موږ به یې د دوست هېواد په حیث هرکلی وکړو.
  • په پای کې یو ځل بیا یادونه کوم او د اسلامي نړۍ دولتونو ته اطمینان ورکوو، چې افغانستان اوس یو مسوول او متعهد حکومت لري. دا حکومت د دې وړتیا لري چې نورو دولتونو سره د افغانستان د نماینده او مشروع حکومت په توګه رسمي سیاسي او مسوولانه تعامل ولري.
نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته