اقتصاد

په افغانستان کې د انځيروحاصلات زيات شوي دي

کابل/ دوري ٢٦مه /باختر
په افغاانستان کې د انځيرو حاصلات د تېرکال په نسبت زيات شوي دي .
د کرنې او اوبو لګولو وزارت د احصاييې اومعلوماتو د رياست د شمېرنوله مخې ، په ١٣٩٩ لمريزکال کې د افغانستان له بڼونو څخه نږدې ١٦ زره ټنه انځير ترلاسه شوي دي.
په داسې حال کې چې دغه شمېر په ١٣٩٨ کال کې څه ناڅه ١٤ زره ټنه وه .
په تېرکال د هېواد په کچه له قندهار، روزګان، زابل ،هلمند،فارياب اوپروان څخه زيات انځير ترلاسه شوي دي.
د افغانستان انځير ښه کيفيت اوخوند لري او په کورنيو او نړيوالوبازارونو کې زيات پيرودونکي لري.
همدا اوس د هېواد په بازارونوکې يوکيلوتازه انځير له اويا څخه تر ١٥٠ افغانيوپورې او يو کيلو وچ انځير له ٣٠٠ څخه تر ٤٠٠ افغانيو پورې پلورل کېږي خودغه انځير په نړيوالو بازارونو کې په لوړه بيه پلورل کېږي.
د افغانستان انځير زياتره په کورنيو بازارونو کې پلورل کېږي.اويوه برخه يې نورو هېوادونو ته صادرېږي.
د کرنې او اوبو لګولو وزارت وايي هلې ځلې کوي چې د انځيرو د بڼونوپه زياتوالي سره په هېواد کې د انځيرو حاصلات زيات کړي .
د دغه وزارت مسوولين دغه راز وايي چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د ورکشاپونو په جوړولو سره په زرګونو بڼوالو ته د بڼوالۍ او د انځيرو د راټولولو نوې لارې چارې ښودلي دي.
دغه راز ويل کېږي چې د کرنې او اوبو لګولو وزارت د بوټو له افتونوسره د مبارزې اوله بڼوالو سره د مرستې په خاطر له هغوى سره يوځاى کار کوي اوهغوى ته د کار وسايل ورکوي.
ختم- ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته