ټولنه

په افغانستان کې د لوږې او بېوزلی زیاتوالی ، د ملګرو ملتوسازمان نړیوال کنفرانس جوړوي

کابل / د وږي ۱۴ / باختر
په افغانستان کې د لوږې او بېوزلی په زیاتېدو سره، د ملګروملتوسازمان د نړیوالومرستو د جلبولولپاره د یو کنفرانس د جوړېدو په حال کې دی.
دغه کنفرانس د ملګرو ملتو د سازمان په کوربه توب او د نړیوالوهېوادونو د استازو په ګډون ټاکل شوې ده په راتلوونکي اوونۍ کې جوړشي.
د ملګروملتو د سازمان د خبرله مخې، همدا اوس د افغانستان څه نا څه ۱۴ میلیونه اوسېدونکي چې د هېواد د ټولنې دریمه برخه تشکیلوي له سختو لوږو سره مخ دي.
د ملګرو ملتو د سازمان سرمنشي انتونیوګوترش وايي چې دغه سازمان هلې ځلې کوي د افغانستان اوسېدونکو ته د عاجلومرستولپاره زیاتې پېسې راټولې کړي.
د باخترآژانس د خبرله مخې، مخکې له دې د نړۍ د خوړوسازمان اعلام وکړ یواځې په افغانستان کې لوږواو بېوزلوکورنیو ته د رسېدګی لپاره ۲۰۰ میلیونه ډالړو ته اړتیا ده.
له بلې خوا هم د ملګرو ملتوسازمان هلې ځلې کوي د نړۍ د زیاترو مرستوپه جلبولوسره په افغانستان کې د خوراکي توکواود درملو زیرمې بیا ډګ کړي.
د ملګروملتو د سازمان سرمنشي هغه څه چې احتمال لري د قحطۍ له امله په افغانستان کې رامنځته شې بشري ناورین وباله، خبرداری ورکړاو د نړۍ له هېوادونوڅخه يې وغوښتل له افغانستان خلکوسره زیاتې مرستې وکړي.
هغه هیله څرګنده کړه چې په راتلوونکی نړیوال کنفرانس کې نړۍ په افغانستان کې له لوږې او بېوزلۍ سره د مبارزې په خاطرزیاته مرسته وکړي.
جګړه، وچکالۍ ، د نړیوالې مرستې کمښت او وزګارتیا په افغانستان کې د بېوزلۍ او لوږې د زیاتېدوعلت دی.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته