ټولنه

په افغانستان کې د ښځو پرخلاف د تاو تريخوالي له منځه وړلو ته اوږده لاره پرمخ کې ده

په افغانستان کې د ملګرو ملتو د معاونيت هيئت وايي په افغانستان کې دښځو پر خلاف د تاو تريخوالې دقانون تطبيق اوږده لاره په مخ کې لري .

دباختر د اطلاعاتي اژانس دخبريال دخبر له مخې په افغانستان کې د ملګرو ملتودسازمان د سرمنشي ځانګړي استازي اود ملګرو ملتو دسازمان د معاونيت د هيئت ددفتر مسول ستيفن ديمستورا نن ديونما د بشر دحقوقو له رييس اود ښځو د مهارتونو دپراختيا دمرکز اود افغان ښځو دشبکي له رييسانو سره په يو ګډ خبري کنفرانس کې وويل په ځينو ولايتونو کې عدلي سکتور دښځو پرخلاف د تاو تريخوالې د مخنيوي قانون تطبيق کړي دي چى هيله من کوونکې دي

ديمستورا زياته کړه ښوونځيو ته په سلو کې د اته ديرشو ښځو برلاسي اود افغانستان په پارلمان اوځينو نورو برخو کې دښځو د فعال شتون په ګډون په تيرو لسو کلونو کې د افغانستان دښځو دځاى د ښه والې په لاره کې دستاينې وړ دي .

دديمستورا دڅرګندونو له مخې دبن په دويمه غونډه کې دښځو فعال ګډون چې د ښځودحقوقو په باب به هم ټينګار وشي دښځو پرخلاف د تا وتريخوالې پرخلاف دښځو کار اوفعاليت بيانوي

ده زيا ته کړه موږ دښځو پرخلاف د تاو تريخوالې دقانون دتطبيق په خا طر خپلو همکاريو ته دوام ورکوو.

ديونما د بشر د حقوقو رئيس جورجيت وويل چې په افغانستان کې دښځو پرخلاف دتا و تريخو الې دپيښو په اړوند دقيق شمير نشته اود زياترو پيښو رپوټو نه هم ورکول کيږي

دده دڅرګندونو له مخې : ديو نما اود بشر د حقوقو لپاره د ملګرو ملتو دسازمان د عا لي کميشنري ګډي څيړنې په اټکلي ډول دښځو پرخلاف د تاو تريخو الې د بند ولو دقا نون له مخې د ښځو پرخلاف د تاو تريخوالې پيښې په سلو کې شپږ ويشت ثبتي کړي دي .

ده زياته کړه : دښځو پرخلاف د تاوتريخوالې د بند ولو د قا نون دتطبيق لپاره اوږده لاره پرمخ کې لرو اود تطبيق ملا تړ يې کوو

دښځو پرخلاف د تا و تريخو الې د بند ولو قا نون د ٢٠٠٩ م کال په اګست کې نافذ شو له وخت څخه مخکې او جبري ودونه ، د واده په نامه دښځو پيرودل او پلورل ، د بدو ورکول ،جبري ځان سو زونه ، دجنسي تيرۍ او وهلو ډبولو په ګډون دښځو پر خلاف د تا و تريخوالې اوولس جرم بللى دي . دغه قا نون دغه راز د تا و تريخوالې عاملينو ته سزا ټا کلې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته