سیاست

اجرائیه رئیس د پولیسو د راتلونکي په اړه په دوه ورځني سیمینار کې ګډون او وینا وکړه

کابل_باختر د وږي د مياشتې ١٠ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن سهار د هیواد په کورنیو چارو وزارت کي د پولیسو د راتلونکي او لیدلوري په اړه په دوه ورځني سیمینار کي ګډون او وینا وکړه.
د اجراييه رياست د وياند دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ:
دغه سیمینار د کورنیو چارو وزارت او د اروپايي ټولني د پولیسو د ماموریت لخوا په ګډه جوړ سوی، چي پرمهال یې د پولیسو پر راتلونکي، لیدلوري، ستونزو او لازمو حل لارو باندي خبري کيږي.
د هیواد د کورنیو چارو وزیر ستر پاسوال تاج محمد جاهد په خپله پیلیزه وینا کي وویل، چي وزارت یې په ټول توان کار کوي، څو پولیس له یوه جنګي امنیتي ځواک څخه د قانون د تنفیذ او ټولنیز نظم د ساتني په ځواک بدل او خپلو اصلي دندو ته راستانه سي.
نوموړي زیاته کړه، چي افغان پولیس د نړیوالي ټولني او په خاصه توګه د اروپايي ټولني د افغان پولیسو د ماموریت او همکاریو په مټ د کمي له لحاظه پوره سوي او اوس اړتیا ده، چي په ګډه یې د کیفیت لپاره هم اساسي او اوږدمهالي کارونه وسي.
ښاغلي جاهد یادونه وکړه، چي د پولیسو په لیکو کي د اصلاحاتو ترڅنګ د نوو کدرونو او مجربو استعدادونو د جلب او جذب لپاره پام زیات سوی او له همدې لید لوري سره راتلونکي ته درومي.
د هیواد اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په یاد دوه ورځني سیمینار کي د خبرو پر مهال په پیل کي د افغان ملي امنیتي او په خاصه توګه د ملي پولیسو په لیکو کي له زړه ورو سرتیرو او افسرانو مننه وکړه، چي په ټول صداقت یې د خاوري او خلکو د ساتني لپاره لستوڼي راپورته کړي دي.
هغه له خلکو او خاوري په دفاع کي شهیدو او زخمي سوو سرتیرو ته دعا وکړه او هغوی یې رښتیني اتلان او واجب الاحترام وبلل.
نوموړي زیاته کړه، چي ملي پولیس د ټولني خدمت کوونکي او د خاوري خادمین دي او ددوی کار باید له هر ډول سیاسي کشمکشونو او بحثونو څخه لیري پاته سي.
اجرائیه رئیس له پولیسو او د هغوی له منصوبینو وغوښتل، چي په پوره صداقت، مینه، بې طرفي، بې تبعیضه او مېړانه خپلو چارو ته ادامه ورکړي او سیاسي بحثونه یې کار او هڅي ټکنۍ نکړي.
ډاکټر عبدالله یادونه وکړه، چي افغان پولیسو خورا لوی او اساسي مسیر طی کړی او تر پخوا د کمیت او کیفیت له لحاظه په بهتر ځای کي قرار لري. هغه له نړیوالو متحدینو او اروپايي اتحادیې څخه مننه وکړه، چي په دې برخه کي یې د افغان حکومت له هڅو ملاتړ کړی.
اجرائیه رئیس وویل، چي د نړیوالو د ملاتړ ترڅنګ افغان حکومت په دې هڅه کي دی، چي د پولیسو د خود کفايۍ لپاره نور اقدامات وکړي او د وخت په تېرېدلو سره یو پر خپلو پښو ولاړ د قانون د تنفیذ او ټولنیز نظم، قوي پولیسي ځواک ولري.
نوموړي وویل، چي د افغان پولیسو په لیکو کي د نارینه وو ترڅنګ د پولیسو ونډه او زیاتېدونکی ګډون هم د ویاړ خبره ده او دا ګډون مرسته کوي، چي د ټولو ټولنیزو او فرهنګي مسائلو سره-سره د پولیسو د کار اغېزمنتیا زیاته سي.
هغه وړاندي وویل، چي د کورنیو چارو وزارت باید د ښځينه پولیسو لپاره د خوندي کاري چاپېریال په برابرولو کي نور اقدامات وکړي او د ښځو نور ګډون ته زمینه مساعده کړي.
اجرائیه رئیس زیاته کړه، چي د کورنیو چارو وزارت لوړپوړي منسوبین او په مختلفو برخو کي مسؤلین او قومندانان دي له خپلو همکارانو او ددوی تر قوماندې لاندي پولیسو سره نېکه او د همکارۍ رویه وکړي او د هغوی ستونزو، غوښتنو او وړاندیزونو ته دي مثبت او پر وخت ځوابونه ووايي.
نووړي وړاندي وویل، چي د پولیسو شهیدانو، زخمیانو او د هغوی کورنیو ته رسیدګي، له هغوی سره ښه چال چلند او د مسلکي کېدو لپاره هڅي یې باید د کورنیو چارو وزارت د کارونو په لومړیتوبونو کي وي او په جدیت سره تعقیب سي.
په دغه دوه ورځني سیمینار کي نن په افغانستان کي د ناټو ځواکونو عمومي قومندان او په کابل کي د اروپايي ټولني سفیر هم خبري وکړې او دواړو د افغان پولیسو پرمختګونه، لاسته راوړني او اصلاحي هڅي وستایلې او د اوږدې مودې لپاره د خپل ملاتړ ډاډ ورکړ.#  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته