خبرونهټولنه

په بادغيس کې له زلزله ځپلو  کورنيو سره نغده مرسته وشوه

 کابل/ د کب ٧مه / باختر

د سره صليب نړيوالې کمېتې په بادغيس کې له ۵۸۳ زلزله ځپلو کورنيو سره نغده مرسته وکړه.

دغو کورنيو ته په قادس ولسوالۍ کې د وروستۍ زلزلې له امله زيات زيانونه اوښتي دي.

د بادغيس له پېښو سره د مبارزې رييس مولوي باري داد صابر باخترآژانس ته وويل په مرسته کې پر هرې کورنۍ ٢٦ زره افغانۍ وويشل شوې.

هغه وويل چې په بادغيس کې له زلزله ځپلو او اړمنو کسانو سره د مرستو بهير دوام لري.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته