ټولنه

په باميانوکې د استوګنې د لومړى ښارګوټى د بنسټ ډبره کيښودل شوه

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١٤
په باميانو ولايت کې د بابا د استوګنې د لومړني ښارګوټي د بنسټ ډبره پرون کيښودل شوه.
د باميانو ولايت سرپرست غلام علي وحدت د باختر آژانس خبريال ته وويل: دا لومړنى ښارګوټى دى چې په ښاري معيارونو سره جوړيږي.
په دې ښارګوټي کې د اوبو رسولو او کاناليزاسيون شبکې او پاخه او کانکريټي ډول سړکونه په پام کې نيول شوي دي.
ده زياته کړه: دغه ښارګوټي په باميانو ښارکې موقعيت لري.
خبرځاى زياته کړه: د هرې نمرې ځمکې بيه ٣٥ زره افغانۍ ده او د هرې نمرې خدمتونه ١٢ زره ډالره دي او هرڅوک کولاى شي چې د استوګنې نمره پکې وپيري.
د باميانو ښاروال انجنير خادم حسين وويل: د بابا ښارګوټى د باميانو ولايت په ښاري پلان کې شامل دى او تفصيلي پلان يې پخوا د ښارجوړولو د ادارې له خوا بشپړ شوى دى او د استوګنې ٥٧٤ نمرې پکې په پام کې نيول شوې دي او هره نمره ځمکه يې ٣٣٧ مربع متره ده.
ده زياته کړه: ددغه ښارګوټي بنسټيزې چارې د خصوصي سکټور له خوا پرمخ وړل کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته