کابل، د چنګاښ ۵ مه، باختر
امنيتي ځواکونو پرون درې تنه د باميانو په سيغان ولسوالۍ کې د يوه موټرسايکل د غلا په تور ونيول.
يوه امنيتي مسوول باختر آژانس ته وويل چې امنيتي ځواکونو دغه کسان په سيغان ولسوالۍ کې د عملياتو په بهير کې نیولي دي.
له نيول شويو کسانو څخه يو موټر سايکل ترلاسه او خاوند ته يې وسپارل شو.
نوموړي وويل، له دغو کسانو څېړنې دوام لري.
\ ذ