کابل، د غبرګولي١٩مه، باختر
ټاکل شوې د باميانو د لومړي نمبر يکاولنګ ولسوالۍ په خم نيل سيمه کې د استوګنې يو ښارګوټى جوړ شي.
د باميانو د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، په هغې غونډه کې چې د باميانو د والي دفتر د رئيس مولوي طلحه په سرپرستۍ جوړه شوې وه، د لومړي نمبر يکاولنګ ښاروالۍ مسوولينو د دغې ولسوالۍ په خم نيل سيمه کې د استوګنې د يوه ښارګوټي د جوړېدو خبر ورکړ.
په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دغه ښارګوټی په ۱۸۱ جريبه ځمکه کې جوړېږي، چې په کې ۴۲۲ د استوګنې نمرې، يو جومات، يو روغتيايي کلينيک، د هلکانو او نجونو ښوونځي او د استوګنې نورې اسانتياوې په پام کې نيول شوې دي.
\ ذ