خبرونهټولنه

په بامیانو کې له سلګونو کورنیو سره د مرستو بهير پيل شو

 کابل، د غوايي٢٨مه، باختر

په بامیانو کې پر۱۱۶۰ راستنېدونکو او بې ځایه شویو کورنیو د کډوالو چارو د ادارې  او د  (او. سي.اچ. اې)  مرستندويه موسسې په همکارۍ د مرستو د وېش بهیر پرون پیل شو.

د باختر آژانس د خبرله مخې؛ دغه خوراکي توکي د (ټولنيزمصؤنيت) ترنامه لاندې د (UN-OCHA/AHF) د نړيوالې مؤسسې او د کډوالو او راستنېدونکو چارو ادارې  په همکارۍ د کليو او ولسواليو په کچه په (شبر، سيغان او کهمرد) کې  وېشل کېږي.

د باميانو د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رئيس مولوي فضل عمر”رحماني” وويل:

دغه مرستې به د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست، يادې مؤسسې د ولایت د مقام د دفتر او د اړوندو ولسوالیو د استازو له خوا تر سروې او ارزونې  وروسته به پر ۱۱۶۰ کورنیو ووېشل شي.

هغه زياته کړه، چې په مرسته کې پر هرې کورنۍ ٢٢٩.٢٥ امريکايي ډالرو په ارزښت  خوراکي توکي وېشل کېږي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته