کابل، د چنګاښ ۲۱ مه، باختر
په بامیان کې د اختر په مناسبت پر یو شمېر بې وزلو کورنیو د قربانۍ غوښه ووېشل شوه.
د اسلامي رفاه د نړیوالې موسسې مسوول کرام الدين برفکي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د دغې موسسې له لوري د باميانو ولايت د سيمه ييزې ادارې په همکارۍ د دغه ولايت په مرکز او شيبر ولسوالۍ کې پر ٦٤٢٦ بې وزلو کورنيو د قربانۍ غوښې ووېشل شوه.
هغه څرګنده کړه، چې د دغې موسسې له لوري هرې کورنۍ ته ۵ کيلو ګرامه غوښه وېشل شوې ده.
هغه زیاته کړه چې په همدې موخه په بامیانو کې د پلاوي تر نظرلاندې ۴۵۹ غوايي حلال شول او غوښې یې پر دغو بې وزلو کورنیو ووېشل شوې.
ع