امنیت

په بدخشان کې د طالبانو بريدونه په شا وتمبول شول

کابل / د غبرګولي ۲ مه / باختر
د بدخشان په وردوج او درايم ولسواليو کې تېره شپه د وسله والو طالبانو بريدونه په شا وتمبول شول.
د بدخشان د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر او سرپرست سمونوال مصدق الله مظفري باختر آژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو د دغه ولايت په وردوج او درايم ولسواليو بريدونه وکړل چې پکې طالبانو ته د سر دروند زيان واوښت.
هغه وويل چې د وسله والو طالبانو د تلفاتو دقیق شمېر تراوسه روښانه نه دى، خو په دغو جګړو کې شپږ ولسي پاڅون کوونکي شهيدان شوي دي.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته