فرهنګ

په بدخشان کې د لاسي صنایعو نندارتون جوړ شو

کابل/ د مرغومي ٢١مه / باختر:
د بدخشان ولایت په مرکز فیض آباد ښار کې پرون د کیهان هنري کارګاه له خوا د لاسي صنایعو، کرنیزو محصولاتو او په واټونو کې د خيالي انځورونو نندارتون جوړ شو.
د کيهان د هنري کارګاه مسوول احمد فرهاد کيهان د باختر آژانس خبريال ته وويل؛ د دې نندارتون د جوړېدو موخه د هنراو فرهنګ په برخه کې د ځوانانوهڅول دي تر څو د بدخشان ځوانان وکولاي شي په آزاده توګه د بصري هنرونو او طبيعي هنرونو له لارې خپلي فکري منظرې او خطاطي نندارې ته وړاندې کړي.
هغه وويل، بدخشان د افغانستان يو له فرهنګي ولايتونو څخه دى او هيله لري چې مسوولين د دوى هنري کارونو ته پاملرنه وکړي تر څو دوى وکولاى شي د بدخشان فرهنګي شته په مرکز او نورو ولايتونو کې د فرهنګ له لارې معرفي کړي.
په همدې حال کې د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رييس معزالدين احمدي د دغه ولايت له ښوونکو سره د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه او ويې ويل: اسلامي امارت هڅه کوي هغه هنرونه وده وکړي چې له دیني نصوصو او اسلامي شریعت سره په ټکر کې نه وي او له کیهان بنسټ څخه یې وغوښتل چې د دغه ولایت طبیعي منظرې، تاریخي سیمې او سیاحتي سیمې د خپل هنر له لارې نړۍ ته معرفي کړي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته