امنیت

په بدخشان کې د کوکنارو کرکیله کمښت موندلی دی

فیض اباد / دغبرګولي/ ۳/ باختر
په بدخشان کې مسوولان وایی چې په بدخشان کې د کوکنارو کرکیله په سلو کې پنځوس کمښت موندلی دی .
د باختر اژانس د سیمه یېز خبریال د خبر له مخې ، د کورنیو چارو وزارت له نشه یی توکو سره د مبارزې معین محمد هاشم اورتاق وویل چې د کوکنارو د کرکیلې د لمنځه وړلو پروګرام د بدخشان د ارګو له ولسوالۍ پیل شو چې سږ کال د کوکنارو کرکیله د بدخشان په کروندو کې د تېر کال په پرتله په سلو کې پنځوس کمښت موندلی دی .
ده په بدخشان کې د نشه یی توکو د کرکیلې په سلو کې پنځوس کمښت دعلمانو او خطیبانو پوهاوى او په دغه ولایت کې له نشه یی توکو سره د مبارزې د مدیریت له خوا د نشه یی توکو د قانون د تنفیذ څرګند کړاو ویی ویل چې په څو ولایتونو کې د اوبو او هوا او امنیتي حالاتو په پام نیول سره د کوکنارو د لمنځه وړلو پروګرام تطبیق شوی دی.
هغه زیاته کړه چې تر اوسه د هېواد په کچه سل هکتاره ځمکه له نشه یی توکو څخه پاکه شوې ده .
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته