کابل، د غبرګولي ۲۵ مه، باختر
د )ميشن ايست( مرستندوی سازمان د بدخشان له طبيعي پيښو سره د مبارزې رياست په همکارۍ د دغه ولايت د درايم ولسوالۍ په ۳ کليو کې پر ١٨٧ زیامنو شویو کورنيو نغده مرسته ووېشله.
د بدخشان له طبيعي پېښو سره د مبارزې رئيس مولوي محمد اکرم اکبري باختر آژانس ته وويل چې د (ميشن ايست) مرستندویې موسسې په هرې زيانمنې شوې کورنۍ ۸ زره ۴۱۵ افغانۍ ووېشلې.
\ ج