کابل، غبرګولي۱۵، باختر
د بغلان په دریو ولسوالیو کې د آغا خان بنسټ له لوري درې پراختیايي پروژې پلې کېږي.
په بغلان کې د آغا خان د خیریه بنسټ انجینیرۍ څانګې مسوول انجنیراحمد جواد نظري نن باختر آژنس ته وویل چې دغه پروژې د آغاخان خیریه بنسټ په مالي لګښت څه د پاسه ۲۸۶ زرو امریکايي ډالرو په لګښت تمویل او د دوشي، دهنه غوري په ولسوالیو او د پلخمري ښار په اړوندو سیمو کې پلې کېږي.
هغه وویل، چې په دغو پروژو کې د دوشي ولسوالۍ په تلخیان کلي کې د موټرو د کانکریټي پل جوړول، د پلخمري ښار په افسوتر ساحه کې د پلیو لارو د یوهوايي فلزي پل جوړول او د دهنه غوري ولسوالۍ په سید آباد کلي کې د څښاک اوبو د څاګانو کېندل شامل دي.
د بغلان د کلیو د بیا رغونې او پراختیا رییس مولوي عبدالواحد عبیده د دغو پروژو د اهمیت په ټينګار سره د آغا خان له خیریه مسوولینو څخه مننه وکړه او ویې ویل، د دغو پروژو د پلې کولو په برخه کې له دغه بنسټ سره همکاري کوي.
د آغا خان بنسټ د انجینیري څانګې مسوول زیاته کړه چې له دغو پروژو څخه په ګټې اخیستنې سره چې د یو کال په موده کې به پلې شي، د دې دریو ولسوالیو اوسېدونکو ته به د کار زمینه هم برابره شي.
ع