کابل باختر د لړم دوه ويشتمه :
په داسې حال کې چې دکونړولايت نرنګ ولسوالۍ په ځېنو برخو کې دډار اچوونکو پرخلاف عمليات دوام لري مقاماتو دډار اچوونکو له شتون څخه دڅو کليو دپاکولو خبرراکړ .
دغه راز دوى وايي چې ددغو يو ورځنيو پوځي عملياتو په بهير کې شپږ تنه ډار اچوونکي وژل شوي او ددوى څو ډيپوګانې کشف شوي دي .
دغه عمليات پرون سهار دنرنک ولسوالۍ په ځېنو برخو کې دسلګونو پوځيانو په ګډون ترسره شول او دپخوا په شان دوام لري .
دهېواد په ختيځ کې دملي اردويوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دغو عملياتو کې تراوسه پورې دنرنګ ولسوالۍ څو کلي د ډار اچوونکو له شتون څخه پاک شوي دي او دغه راز ويې ويل چې په دغو عملياتو کې شپږ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او ددوى څو ډيپوګانې کشف شوې .
دغه عمليات دغه راز دوام لري .
ختم_س عيده _ اکرم
2 1 دقیقه لوستل