کابل، د چنګاښ ۴ مه، باختر
د بدن د ښکلا او فټنس سیالۍ پرون د بغلان د بدن د ښکلا او فټنس فدراسیون له خوا د دغه ولایت د ورزشي آمریت تر نظر لاندې پیل شوې.
د بغلان د ورزش آمر قاري محمد امير اميري د باختر آژانس خبريال ته وويل، چې په دغو سياليو کې د بدن د ښکلا پنځو کلپونو ګډون کړى و.
هغه وويل، د سياليو موخه د ورزشي استعدادونو وده او د بدن د ښکلا د غوره شخصيتونو انتخابول دي.
اميري زياته کړه، چې د دغو سياليو په پايله کې اکرم زاده کلپ د سرو زرو په لسو مډالونو سره لومړى، شريف الله مرادي کلپ د څلورو سرو زرو او درې د سپينو زرو مډالونو په ترلاسه کولو سره دويم، د مرکزي بغلان د يارانو کلپ د سرو زرو د دوو او د سپینو زرو د یو مډال په ترلاسه کولو سره درېيم مقام، د پلخمري د اتلانو کلپ د دوو سرو زرو مډالونو په ترلاسه کولو سره ۴ مقام او د پلخمري د شهزاده کلپ د سرو زرو د یوه مډال په ترلاسه کولو سره پنځم مقام وګاټه.
ع