ټولنه

په بغلان کې د سېلاونو د راوتلو له امله څلور تنه ووژل شول

پلخمري / دثور / ۱۸/ باختر
په بغلان کې د سېلاونو د راوتلو له امله د مالي تاوانونو سر بیره ٤ تنه ووژل شول.
د بغلان له پېښو سره د مبارزې رییس مجیب الرحمن بهین د باختر اژانس خبریال ته وویل چې له سختو اورښتونو وروسته سېلاونه د دوشي او نهرین په ولسوالیو کې راووتل چې له امله یی ٤ تنه ووژل شول او د استوګنې دوه سوه یو کورونه ، په لسګونو جریبه کرنیزه ځمکه هم ویجاړه شوه .
هغه څرګنده کړه دغو سېلاونو د نهرین او دوشي په ولسوالیو کې څو واټونه ویجاړ او د لسګونو کلیو د تګ راتګ د لارو د تړل کېدو سبب شو .
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته