کابل، د چنګاښ٢٨مه، باختر
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له خوا د مرکزي بغلان په ولسوالۍ کې يو کتابتون جوړېږي.
د بغلان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مولوي اسدالله مصطفى هاشمي د باختر اژانس خبريال ته وويل چې دغه کتابتون به ډېر ژر څه د پاسه زر ټوکو کتابونو په لرلو سره جوړ شي.
هاشمي د مطالعې فرهنګ د بنسټيز کېدو او رواجولو په لاره کې د کتابتونونو جوړول ګټور وبلل او زياته يې کړه هڅې روانې دي، چې د بغلان په نورو ولسواليو کې هم کتابتونونه جوړ کړي.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د عامه کتابتون مسوول کريم الله رجبي وويل د بغلان په ولايت کې د عامه کتابتون په ګډون درې نور کتابتونونه د دوشي، خنجان او ده صلاح په ولسواليو کې فعاليت کوي چې هره ورځ د مطالعي خاوندان دغو کتابتونونو ته مراجعه کوي.
هغه وويل، چې د پلخمري عامه کتابتون ته زيات محصلين د مطالعې لپاره راځي.
نوموړي زياته کړه د بغلان په عامه کتابتون کې د اسلامي، سياسي، ټولنيز، فرهنګي، ادبي، ساینسي او د رياضاياتو په برخو کې څه د پاسه ٣٠٠ عنوانه کتابونه موجود دي، چې د مطالعي مينه وال کولاى شي هره ورځ په وړيا ډول دغو کتا بتونو ته د مطالعي لپاره مراجعه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې موده وړاندې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د پلخمري ښار د کتاب پلورونکو په همکارۍ د مطالعې فرهنګ د رواجولو په موخه په پلخمري ښار کې د کتاب ستر نندارتون جوړ کړی و چې د خلکو له هرکلي سره مخ شو.
\ ذ