خبرونهاقتصاد

په بغلان کې د هينګ حاصلات زيات شوي دي

کابل / دغبرګولي١٠ مه / باختر

د بغلان د کرنې، اوبو لګولو اومالدارۍ رياست مسوولين وايي چې سږ کال په دغه ولايت کې د هينګ په حاصلاتو کې بي ساري زياتوالى راغلى دى.

د بغلان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست مطبوعاتي مسوول ولي امرخېل باختر اژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې د هينګ د زياتوالي يوازينی علت د هينګ  د کرکيلې له نويو لارو چارو سره د بزګرانو بلدتيا، د هينګ د کرکيلي د ساحې زياتوالى  او د هينګ له کرکيلي سره د خلکو علاقمندي ده.

هغه زياته کړه چې سږ کال د هينګ د طبيعي کروندو سربيره  د بغلان په اتو ولسواليو کې په ٦٢ زره  هکټاره ځمکه کې هينګ کرل شوي چې  حاصلات يې څه د پاسه ٤٥ ټنه اټکل شوي دي.

په بغلان کې د هينګ دوه سوداګران قاري بشير او حبيب  ګجر وايي د بغلان خلکو  له پخوا  زياته د هينګ  له کرکيلي سره علاقمندي ښودلي ده چې دا کار په دې ولايت کې د هينګ تخم د بيې د زياتوالي سبب شوى دى.

\  ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته