امنیت

په بغلان کې طالبانو ته د سر زيان واوښت

کابل/ دغبرګولي ٣/ باختر
د وسله والو طالبانو د دوو سرګروپانو په ګډون ١١ طالبان تېره شپه د هېواد دهوايي ځواکونو په عملياتو کې ووژل شول.
د ٢١٧ پاميرقول اردو مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته د يوې خبرپاڼې په لېږلو سره خبر ورکړ؛ دغه وسله وال طالبان هغه وخت ووژل شول چې د بغلان د ډنډ غوري په احمدزيو کلي کې پر امينتي پوستو بريدونه وکړل.
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي په دغو عملياتو کې ٦ نور طالبان ټپيان شول.
خبرپاڼه زياتوي د بغلان د جلګې ولسوالۍ په مربوطاتو کې په ورته هوايي بريد کې ٤ وسله وال طالبان وژل شوي او دوه نورټپيان شوي دي.
دغه راز په دغو عملياتو کې له چاوديدونکو توکو ډک ٤ موټرونه، ١٢موټرسايکلونه او ١٤ ډول ډول وسلې له منځه وړل شوي دي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته