سیاست

د تقنيني ستونزو د حل کولو په خاطر دعدليې په وزارت کې دوه ورځني ورکشاپ جوړ شو

کابلباختر دسنبلي٢٣
دعدليې وزارت دتقنيني سندونو دپړاونو د بشپړولو او ددغه وزارت دحقوقو د برخو او د نورو وزارتونو ترمنځ د همغږۍ د رامنځته کولو په مقصد دوه ورځني ورکشاپ جوړ کړ.
دباخترآژانس دخبريال دخبر له مخې: دهيواد د عدليې وزيرڅارنپوه حبيب الله غالب ددغه ورکشاپ د جوړولو هدف په ټولو دولتي ادارو او وزارتونوکې دقانون تطبيق وباله او ويې ويل: هغه مقرره چې دعدليې وزارت له خوا د قانوني پړاونو د طرحه کولو او بشپړولو په خاطرجوړيږي؛ د قوانينو دتدوين بهيرګړندى کوي.
ده د عدليې په وزارت او د نورو ارګانونو په حقوقي سلاکارانو پورې د اړوندو ارګانونو ترمنځ د همکارۍ اوهمْږۍ غوښتنه و کړه.
څارنپوه غالب دغه راز د وزارتونو له حقوقي سلاکارانو څخه وغوښتل چې د قوانينو حقوقي ستونزې، نيمګړتياوې او نواقص پيدا کړي او د هغودحلکولو په لاره کې دې دتقنين له رياست سره همکاري وکړي.
دغه راز په دې ورکشاپ کې دجمهوري رياست سلاکار وزير قانونپوه محمداشرف رسولي دتقنيني سندونو د برابرولو او تسويد په باره کې د دولتي ادارو د مسووليتونو په باب خبرې وکړې او ويې ويل: د دولتي ادارو او وزارتونو ترمنځ چلنجونه شته چې دعدليې وزارت د تقنيني نه همغږۍ زيږنده دي.
ده له ټولو دولتي ادارو او وزارتونو څخه وغوښتل چې دعدليې وزارت د تقنين له رياست سره دې همکاري وکړي.
په دې ورکشاپ کې د دولتي اداروحقوقي سلاکارانو او د عدليې وزارت د قانون جوړولو د تحقيق يوشمير مسوولينو ګډون کړى دى چې کار يې سبا هم دوام کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته