ټولنه

په بغلان کې یوشمېراړو کورنیو مرستې ترلاسه کړې

کابل / د مرغومي / ۵ / باختر
په بغلان کې په بېځایه شویو او اړو کورنیو د ژمنیوجامو اونغدې پیسې د وېشلوبهیر پیل شو.
د آی ، او، ام دفتر په بغلان کې په څه نا څه ۴۰۰ هغو بېځایه شویوکورنیو چې مخکې د موظف ټیم له لوري سروې شوې وې مرستې ووېشلې.
د مهاجرینواو راستنوشویوچارو ریاست یوې سرچېنې باختراژانس ته وویل چې د آی، او ، ام دفتر د بغلان د مهاجرینوچارو له ریاست سره په همغږی کې د ۴۰۰ اړو کورنیو لپاره پرهرې کورنۍ درې شړۍ او ۲۰۰ امریکايي ډالر ووېشل.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته