ټولنه

په بلخ کې د ابو رسولو یوه شبکه جوړه شوه

کابل / د وري ۳ مه / باختر
په بلخ کې د اوبو رسولو د یوې شبکې په جوړېدو سره، د۵۵۰ کورنیو د څښاک اوبه برابرې شوې.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د څښاک اوبو دغه شبکه د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو او روغتیا ساتنې ملي پروګرام له لارې د ۱۰ میلیونو افغانیو په لګښت د بلخ د نهرشاهي ولسوالۍ په حسین آباد کلي کې جوړ کړی دی.
په دې پرژه کې د ژورې څاه کیندل، د ۱۸ کیلومترو په اږدوالي د پیپونو غځول، د یو ساتنیز دېوال جوړول، د ۵۰ سولري تختو او د۳۲۰ شیردانونو درول او نور ضروري وسایل شته چې په تطبیق سره یې، د څښاک اوبو د نشتوالي له پلوه د دغه کلي د اسېدونکو ستونزه حل شوې ده.
پای/شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته