فرهنګ

په بلخ کې د باختر خزانې او د ملي موزيم د آثارو د عکس نندارتون پرانیستل شو

کابل / د وري ۵ مه / باختر
د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د باختر خزانې، د ملي موزيم د آثارو او د مبارکې روضې د عکس نندارتون نن په مزارشريف ښار کې پرانیستل شو.
د باختر آژانس د سيمه یيز خبريال د خبر له مخې؛ دغه نندارتون د نوروز جشن د نمانځنې په مناسبت په مزارشريف ښار کې جوړ شوى او د درېو ورځو لپاره به د مينه والو پرمخ پرانیستی وي.
د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مطيع الرحمن کريمي د دغه نندارتون په پرانیستغونډه کې وويل چې په دغه ولايت کې زيات لرغوني آثار شته، خو د ساتلو لپاره يې معياري موزيم نشته.
د بلخ د ولايتي شورا رييس محمد افضل حديد د معياري موزيم نشتوالي د دغه ولايت د لرغونو آثارو د له منځه تللو سبب وباله.
ختم-ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته