امنیت

شپږزره کېلوګرامه چاوديدونکې توکې دملي امنيت اداري لاسته ورغلل

کابل باختردکب دمياشتې ٦ :

دملي امنيت داداري موظفينو په کابل کې شپږزره کېلوګرامه چاوديدونکې توکې ترلاسه کړل او عامل يې هم ونيول  .

دملي امنيت داداري مطبوعاتي دفتر ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي  چې دخوست ولايت  اوسيدونکې رحمت الله چې دحقاني په شبکې پوري اړه لري شپږ زره کېلوګرامه امونيم نايتريت چې په يوسلو شلو بوريو کې يې ځاى پرځاى کړي و او ترلرګيولاندې يې پټ کړي و ديو هينو موټر په واسطه کابل ته ليږدولي و چې دکابل ښار داتمې ناحيې په مربوطاتو کې ونيول شو.

دملي امنيت داداري مسوولين وايي تروريستانو غوښتل چې له دغو توکو څخه په استفادي سره  په کابل ښارکې يو لړچاودنې ترسره کړي .

په دې اړوند زياتي څرگندونې نه دى شوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته