ټولنه

په تخارکې د حلالې غوښې پرځاى د خره د غوښې د پلورنې مخه ونيول شوه

-کابل باختر د لړم  يوولسمه :
په تخار ولايت کې د حلالې غوښې پرځاى د خرو د غوښې د پلورنې مخه ونيول شوه.
پوليس وايي چې د تالقانو ښار ته څېرمه په يوه متروکه ساحه کې يې د خرو وژنځاى کشف کړى دى.
په دې ساحه کې کابو پنځلس وژل شوي خره ترلاسه شوي دي.
  د تخار ولايت په مرکز تالقانو ښارکې يوې امنيتي سرچينې د باختر آژانس خبريال ته وويل چې امنيتي مامورينو د پخواني خبرتيا له مخې د يولړ عملياتو په بهيرکې د خرو دغه وژنځاى کشف کړى دى.
ويل کيږي د دغه وژنځي خاوند د پوليسو د عملياتو په بهيرکې تښتيدلى او د هغه د پيژندنې او نيولو لپاره پلټنې دوام لري .
پوليس وايي چې د دغه وژنځي خاوند د خره غوښه د حلالې غوښې پرځاى په بازارکې پلورله .
مخکې له دې د هېواد په ځينو نورو سيموکې د خرو او سپيانو وژنځي کشف شوي دي. هغه غوښې چې ويل کيږي د حلالې غوښتې پرځاى په بازارونوکې پلورلې شوې دي.
په همدې حال کې زموږ هېوادوال د دغه شان پيښو عاملان غندي او له حکومت څخه غواړي چې د حلالې غوښې پرځاى د خره او سپي د غوښې د پلورنې  د مخنيوي لپاره دې عاملان يې مجازات کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته