سیاست

جمهور رئیس غني د هوایي ډګر او میدانښار – بامیان سړک د پرانیستنې په موخه د بامیانو ولایت مرکز ته سفر وکړ

کابل_باختر د وږي د مياشتې ٩ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني د هوایي ډګر او میدان ښار – بامیان سړک د پرانیستنې او همدارنګه د بامیانو ولایت د عمومي وضعیت ارزونې په موخه پرون سهار یاد ولایت ته سفر وکړ.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په شش پل سیمه کې د واټ دواړو غاړو ته کتار ولاړو ماشومانو د ښه راغلاست ترانې په ویلو سره، د جمهور رئیس او ورسره پلاوي ته هرکلی ووايه.
وروسته د هېواد جمهور رئیس چې د جمهوري ریاست دویم مرستیال محمد سرور دانش، د اجرائیه ریاست دویم مرستیال محمد محقق، د کابینې غړو او د ځینو مرسته کوونکو هېوادونو سفیرانو یې ملتیا کوله، له ډبرینې لوحې څخه د پردې په لیرې کولو او د پټۍ په پرې کولو سره د میدانښار- بامیان سرک دویمه برخه پرانیستله.
یاد سرک له اوني کوتل څخه د بامیانو ښار سرحد پورې ۸۳ کیلو متره اوږدوالی لري چې د ۶۳ میلیونو ۴۰۰ زره یورو په لګښت جوړ شوی دی.
میدانښار- بامیان سړک په غرنیو سیمو کې ۸ متره سور لري او دواړو غاړو ته پخې ویالې او استنادي دېوالونه هم لري.
ورپسې د هېواد جمهور رئیس د جمهوري ریاست دویم مرستیال او د اجرائیه ریاست دویم مرستیال په ملتیا له ډبرینې لوحې څخه د پردې په لیرې کولو او د پټۍ په پرې کولو سره د ملي وحدت شهید استاد عبدالعلي مزاري  هوایي ډګر پرانیست.
د یاد هوایي ډګر ساختماني کار د جاپان هېواد په مالي مرسته د ۱۵ میلیون ډالرو په ارزښت جوړ شوی دی چې  پر ځغاستې کرښه (رن وې) سربېره چې ۲۲۰۰ متره اوږده او ۳۰ متره سور لري د اطفائیې، ترمینال ودانۍ او د بامیان هوایي ډګر امریت کاري دفتر هم لري.
وروسته جمهور رئیس محمد اشرف غني د بامیان ولایت له بېلابېلو اقشارو سره وکتل. په دې کتنه کې په پیل کې د بامیانو والي محمد طاهر زهیر خبرې وکړې او د هغه ولایت د لاسته راوړنو په هکله یې وویل، بامیان په تېر یو کال کې له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې له مخکښو ولایتونو څخه دی.
هغه زیاته کړه، د بامیانو اداره فعاله او متحرکه شوې او کارونه د خلکو د رضایت مطابق ترسره کېږي. په بامیانو کې ځمکه کمه ده او د غصب اندک موارد چې موجود وو، په ټول قاطعیت یې مخنیوی وشو.
طاهر زهیر زیاته کړه، ستاسو همېشنی ټینګار دا وو چې د خلکو او حکومت تر منځ واټن له منځه لاړ شي په دې هکله هم تاسو ته ډاډ درکوم چې زما چلند فني او مسلکي دی او د قانون مطابق عمل کوم.
د بامیانو والي د هغه ولایت د فرهنګي ماسټر پلان د تطبیق په هکله وویل، بامیان د لرغونو تمدنونو سیمه ده او د بامیانو ښار فرهنګي ماسټر پلان مې تطبیق کړی دی.
طاهر زهیر وویل، په بامیانو کې ښه حکومتوالي تر ډېره حده تطبیق شوې ده. هغه برېښنا د بامیانو د خلکو مهمه اړتیا او غوښتنه وبلله.
هغه د دره صوف – یکاولنګ سرک د کار د پیلولو غوښتنه وکړه او وې ویل، ورث او شهیدان ولسوالۍ دې په دوه نورو ولسوالیو ووېشل شي او همدارنګه دې بامیان دویمې درجې ولایت ته ارتقا وکړي.
ورپسې د جمهوري ریاست دویم مرستیال محمد سرور دانش خبرې وکړې او د بامیانو خلکو ته یې د مهمو پروژو د پرانیستې مبارکي وویله او زیاته یې کړه، د افغانستان حکومت د خلکو د هوسایي لپاره اساسي ګامونه اخیستي دي.
هغه زیاته کړه، افغانستان د ملي یووالي حکومت د هلو ځلو له امله له بین المللي پلوه ښه ځای لري او د قوانینو د اصلاح، اقتصادي برنامو تحرک او سیمه ییزو پروژو په برخه کې مهم ګامونه اخیستل شوي دي.
د جمهور رئیس دویم مرستیال وویل، د ملي یووالي حکومت له پیله د ټولنیز عدالت تحقق، انډوليز پرمختګ او د افغانستان مرکزي سیمو ته ځانګړې پاملرنه زموږ ټولو  خصوصاً د جمهور رئیس له لومړیتوبونو څخه دي.
محمد سرور دانش وویل، مرکزي سیمې له طبیعي زندان څخه ازادېږي. هغه زیاته کړه، د ملت او دولت اړیکه په متقابلو او دوه اړخیزو اړیکو استواره ده او له خلکو څخه یې وغوښتل چې له حکومت او امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه ملاتړ وکړي او خپل ځوانان دېته وهڅوي چې د وسله والو ځواکونو په لیکو کې ځانونه تنظیم کړي.
ورپسې د اجرائیه ریاست دویم مرستیال محمد محقق وویل، حکومت تصمیم لري چې مرکزي سیمې د افغانستان له نورو ولایتونو او سیمو سره ونښلوي، چې له دې سره نه یوازې لارې لنډېږي، بلکې د خلکو بېلابېلې اړتیاوې په ښه توګه پوره او د ژوند وضعیت یې ښه کېږي.
هغه وویل، پخوا حکومت نوازش ورکاوه، خو رواداري یې زیاته نه وه، مګر اوسنی حکومت د افغانستان مرکزي سیمو ته زیاته رواداري لري.
وروسته په ولسي جرګه کې د بامیانو استازي استاد اکبري خبرې وکړې وې ویل، سره له دې چې زموږ خلکو په محرومیت کې ژوند کړی دی، خو اوس هم له نظام، ولسواکي او قانون څخه ملاتړ کوي.
هغه د ۶۰ ښوونځیو د ودانیو جوړولو او د بامیانو پوهنتون د لیلیې جوړولو غوښتنه وکړه او همدارنګه یې وړاندیز وکړ چې د کوچیانو او ځایي اوسېدونکو ستونزه دې په اصولي او قانوني شکل حل شي.
د فواید عامې وزیر انجنیر محمود بلیغ د خبرو پرمهال وویل، د میدانښار- بامیان ۸۳ کیلو متره سرک نن ګټه اخیستنې ته وسپارل شو، د دره صوف – یکاولنګ سرک ډیزاین چې ۱۷۸ کیلو متره اوږدوالی لري بشپړ شوی دی. د دوشي- بامیان، د جلریز ولسوالۍ د سنګ لاخ درې، یکاولنګ- کندهار، ګردن دیوال څخه تر هرات پورې د سرکونو کار په پلان کې دی او پیلېږي.
هغه همدارنګه وویل، د دایکنډي ولایت د مرکز نیلي ښار داخلي سرکونه، نیلي څخه د بامیان ولایت پنجاب ولسوالۍ پورې او د سفید غولیان سرکونه به هم جوړ شي.
وروسته د اوبو او انرژۍ وزیر انجنیر علي احمد عثماني هم خبرې وکړې وې ویل، مرکزي سیمو ته برېښنا لېږدول کېږي او له دې برېښنا څخه نه یوازې د کورنیو بلکې د کوچنیو فابریکو د فعالولو لپاره هم ګټه اخیستل کېږي.
وروسته جمهور رئیس غني خبرې وکړې او د دهمزنګ تروریستي پېښې او افغانستان امریکایي پوهنتون شهیدانو ته یې د دعا په ترڅ کې وویل، د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د هلو ځلو او مبارزې چې په مېړانه او زړورتیا د هېواد دفاع کوي، قدرداني کوو.
جمهور رئیس غني د بامیانو ولایت د اقتصادي پروژو په برخه کې د مرسته کوونکو هېوادونو په ځانګړي ډول جاپان، ایټالیا او اغاخان بنسټ  د مرستومننه وکړه.
جمهور رئیس غني وویل، تاسو سرکونه کاګل کړل چې د حکومت پام ځانته را واړوئ، خو نن د دې اړتیا نشته چې تاسو ووایئ موږ برېښنا ته اړتیا لرو، ځکه حکومت خپله راغلی دی چې په دې برخه کې کار وکړي.
هغه وویل د بامیانو خلکو د نظام په مشروعیت کې اساسي نقش درلود او نظام یې خپل ګڼلی دی. جمهور رئیس د جمهوري ریاست او اجرائیه ریاست مرستیالانو څخه مننه وکړه چې د غښتلو مټو په توګه یې ورسره همکاري کړې ده، هغه و ویل، دوی په یو ټول شموله افغانستان فکر کوي او د ټولنیز عدالت او تعادل په رامنځته کولو کې سهیم وو. هغه وویل، خصوصي سکتور سره د دولت مناسبات د خدمت لپاره دي.
محمد اشرف غني وویل، مرکزي سیمې د افغانستان زړه دی چې شریانونه یې بند دي، نن د میدان ښار ـ بامیان سړک په پرانیستو یې یو شریان خلاص شو چې نور شریانونه به یې هم خلاص شي.
جمهور رئیس دې ته په اشاري چې مرکزي ولایتونو ته د ملي وحدت حکومت پاملرنه بې سارې ده وویل، زیات مقدار پیسې د افغانستان مرکزي سیمو ته اختصاص شوې دي.
محمد اشرف غني څرګنده کړه چې د شمال ـ جنوب او ختیځ ـ لویدیځ دهلیزونه جوړيږي چې هر کال به په سرعت او ښه تعهد تحول او پرمختګ وګورئ.
جمهور رئیس وویل، بامیان روښانه کېږي او تیاره به نوره نه وي، موږ ژمن یوو چې له خپلو امکاناتو سره سمه حکومتولي عیاروو.
جمهور رئيس غني څرګنده کړه، یو مملکت په ګدايي نه جوړيږي، زموږ مهمه موخه او ژمنه داده چې افغانستان له ګدایي وژغورو او په پښو یې ودروو.
د هېواد جمهور رئیس وویل، هیله لرم چې سل کاله وروسته به عادل څېړونکي په دې دورې قضاوت وکړي چې کوم فعالیتونه ترسره شوي دي.
جمهور رئیس هغو ماشومانو ته په خطاب کې چې ملي سرود یې زمزمه کړ وویل، زما ژمنه داده چې ستاسو ماشومانو ژوند به ښه، هوسا او بهتره شي.
ورپسې جمهور رئیس غني د بامیانو پوهنتون له یو شمېر استادانو سره وکتل او د هغوی غوښتنې او وړاندیزونه یې واورېدل.
په دغه کتنه کې لومړی د بامیانو پوهنتون استادانو د یو کتابتون، جمنازیوم او دوه بابه لیلیو غوښتنه وکړه چې هره یوه یې د زرتنو محصلینو ظرفیت ولري.
همدارنګه هغوی د تحصیلی او عملي برنامو پراختیا، د طب او شرعیاتو (حنفي او جعفري فقه ته متمایل) پوهنځيو جوړول او د بامیانو پوهنتون په شته څانګو کې د کادري بستونو زیاتول وغوښتل.
د هېواد جمهور رئیس د هغوی د وړاندیزونو او غوښتنو له اورېدو وروسته وویل، د بامیانو پوهنتون په چوکاټ کې به د شرعیاتو پوهنځی چې تمرکز یې پر جعفریه فقه وي ایجاد کړي.
جمهور رئیس د لیلیو د ایجاد په اړه وویل، په دې برخه کې منسجم کارونه روان دي چې  دنجونو لومړنۍ لیلیه به په بامیانو پوهنتون کې جوړه شي.
محمد اشرف غني وویل، راتلونکی کال به زما پاملرنه پر بشري ځواک په ځانګړي ډول لوړو زده‎کړو وي.
وروسته له دې جمهور رئیس د بامیانو ولایت له یو شمېر علماوو او متنفذینو سره وکتل.
په دغه کتنه کې هغوی د بامیانو پولیسو په تشکیل کې زیاتوالی او د هغه ولایت د حج او اوقافو ریاست ته پاملرنه وغوښته، جمهور رئیس ژمنه وکړه چې د ستونزو د حل لپاره به یې د اړتیا سره سم اقدامات ترسره شي.
همدارنګه جمهور رئیس بامیانو ولایت ته د دغه سفر پر مهال د دغه ولایت له ملکي او نظامي مسوولونو سره وکتل.
په دغه کتنه کې لومړی د بامیانو والي طاهر زهیر خبرې وکړي وې ویل، د بامیانو ولایت په ادارو کې ځوان او متخصص افراد جذب شوي، خو زموږ اساسي ستونزه سرپرستان دي چې باید ختمه شي. همدارنګه یې وویل، د بامیانو ولایت د پولیسو تشکیلات باید زیات شي.
په دغه کتنه کې جمهور رئیس وویل، د سرپرستۍ ستونزه به ژر ختمه شي. هغه وویل پروژې باید په همغږۍ کې وي او د پروژو څرګند سیستم باید موجود وي.
د هېواد جمهور رئیس وویل، د اداري فساد د مخنیوي په برخه کې عدلي او قضايي عالي شورا جوړه شوې ده او په دې برخه کې کار روان دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته