خبرونهامنیت

 په تخارکې پرپوځيانو کلابندي ماته شوه

کابل/د چنګاښ ٢٦مه /باختر

پوځيان وايي د عملياتو په ترسره کولو سره د تخارد مرکز تالقانوښار ته څېرمه پر لسګونو پوځيانو د کلابڼدى کړۍ  ماته کړه .

يوشمېر امنيتي مسوولين  پرون کلابند شوي و .

د رارسېدلوخبرونوله مخې، پوځيان هلې ځلې کوي  چې د طالبانو له شتون څخه د تالقانوښار د شاوخوا سيمو په پاکولو سره هغه سيمې چې طالبانو نيولي دي، بېرته ونيسي.

د تخار د پوليسو مسوول جنرال احمد شاه صالح چې خپله د طالبانوله خوا کلابند شوى و  اوڅوساعته يې له يرغلګروسره جګړه وکړه باختراژانس ته وويل  چې د تالقانوښار ته څېرمه وسله والوطالبانوته د سردروند زيان اړولى دى .

هغه وويل: هلې ځلې کوي دعملياتوپه پراختيا سره هغه سيمې چې طالبآنو نيولي دي بېرته ونيسي.

دا په داسې حال کې ده چې د تخار زياتې سيمې اوس د وسله والوطالبانو تر ادارې لاندې دي .

په نويو هوايي بريدونو کې چې د تالقانوښار په شاوخوا سيموکې د طالبانو پر سنګرونو وشول  ١٦ وسله وال طالبان ووژل شول او ٨ نور ټپيان شول.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي .

-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته