خبرونهامنیت

په تخار او پکتیا کې د غلا او جعلکارۍ په تور د دوو میرمنو په ګډون څلور تنه ونیول شول

کابل، د چنګاښ ۲۹ مه، باختر

د تخار په مرکز کې نن سهار دوې میرمنې د جعلکارۍ په تور نیول شوې دي.

د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند مبین صافی وايي چې نیول شویو میرمنو به د یوې بهرنۍ موسسې په نامه له خلکو پیسې اخیستې او هغوی ته به یې د کار برابرولو ژمنه ورکوله. صافی وايي چې د نیول شویو ښځو دوسیې به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

په ورته وخت کې د پکتیا د مرکز ګردېز د درېیمې حوزې په مربوطاتو کې دوه تنه د موټر سایکل د غلا په تور نیول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره د جنايي جرمونو کچه راټیټه شوې ده.

ن.ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته