کابل، د چنګاښ٢٢مه، باختر
د تخار د فوټبال غوره ليګ سيالۍ نن د بنياد نور او د آريانا ټيمونو ترمنځ ترسره کېږي.
دغه لوبه نن مازيګر د تالقانو ښاروالۍ په لوبغالي کې د زرګونو ننداره چیانو په ګډون ترسره کېږي.
د تخار د فوټبال غوره ليګ سيالۍ د٢٠ ټيمونو په ګډون له ١٠ ورځو را په دې خوا دوام لري.
په تخار کې د افغانستان د فوټبال فدراسيون يوه خبرځاى باختر آژانس ته وويل، دغه سيالۍ هرکال د ځوانانو ترمنځ د فوټبال د ودې او سيمه ييزو او ملي ټيمونو ته د غوره څېرو د ټاکنې لپاره تر سره کېږي.
\ ج