ټولنه

په تخار کې لسګونو کورنيو نغدي مرسته ترلاسه کړه

کابل/ د ليندۍ٢٣مه / باختر
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونوعالي کميشنرۍ ( يو ان اچ سي آر) د وروستيو جګړو له امله له ١١٣ اړو کورنيو سره نغدي مرسته وکړه.
د تخار د کليو د بيارغونې اوپراختيا رياست يوه خبرځاى باخترآژانس ته وويل:
د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونوعالي کمېشنرۍ ( يوان اچ سي آر) د ښځو لپاره د ښځو دفترپه همکارۍ د وروستيو جګړو له امله پر ١١٣ بيوزولو کورنيو ٥٠ زره ٦٢٥ ډالره ووېشل.
د کډوالو په چارو کې دملګرملتونو عالي کمېشنرۍ( يو ان اچ سي آر) وايي تراوسه يې په دغه ولايت کې له ٦٥٩ اړو او جګړې ځپلو کورنيو سره نغدي مرسته کړې ده.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته