سیاست

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس فرمان

کابل – باختر دتلې دمياشتې ١٠
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د ولايتونو د سرپرستى د ټاکنې او په اړوندو ولايتونوکې د کارکوونکو د مقررى او انفکاک د مخنيوي په باب د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس ډاکتر اشرف غني احمدزي فرمان!
د افغانستان د اساسي قانون د ٦٤ مادې د ١٣ فقرې د حکم له مخې او د افغانستان د اسلامي جمهوريت د ولايتونو د چارو په اجرا کولو د نيمګرتيا د مخنيوي په مقصد دغه مراتب منظور دي:
١-د ټولو ولايتونو واليان د نوي واليانو تر ټاکنې پورې د اړوندو ولايتونو د چارو سرپرستي وکړي.
٢-د نوي واليانو تر ټاکنې پورې، د افغانستان د اسلامي جمهوريت د ټولو ولايتونو واليانو د خپلو اړوندو کارکوونکو د هر راز ټاکنې او ګوښه کولو څخه ډډه وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته