خبرونهاقتصاد

په تېره يوه اوونۍ کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې څه د پاسه ۵۷ زره ټنه انتقالات شوي دي

 کابل، د چنګاښ ۱۱مه، باختر

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي چې د روان کال (د چنګاښ له ۳مې څخه د چنګاښ تر ۹مې) پورې، د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې ۵۷ زره ۵۳ ټنه انتقالات ترسره شوي دي.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ دغه ادارې نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې ٣۹ زره ۹۶، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې ۴ زره ۶۹۰ ټنه او د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې ۵ زره ۵۲۶ ټنه واردات چې ټولټال ۴۹ زره ۳۱۳ ټنه نفتي، غیر نفتي او نور توکي دي؛ هېواد ته وارد شوي او همدا رنګه، په ياده موده کې ۷ زره ۷۴۰ ټنه صادرات چې زیاته برخه یې ممیز جوړوي؛ ترسره شوي دي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي چې هڅې کوي د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط چمتو او سوداګرو ته اړینې آسانتياوې برابرې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې دغه ادارې تېره اوونۍ اعلام وکړ چې د ۱۴۰۱ هـ.ل کال په لومړیو درېیو میاشتو کې، د افغانستان د اوسپنې پټلۍ د اسټېشنونو له لارې، یو میلیون ۶۱ زره ۸۳۷ ټنه انتقالات ترسره شوي دي چې له دې جملې څخه ۹۳ زره ۵۴۲ ټنه یې صادرات او ۹۶۸ زره ۲۹۶ ټنه نور یې واردات دي.

وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته