خبرونهامنیت

په تېرو  ٢٤ ساعتو کې  ١١٨طالبان په هېواد کې وژل شوي دي

 کابل /دثور ٩مه /باختر

د ملي دفاع وزارت اعلام کړى دى چې په تېرو  ٢٤ ساعتو کې د طالبانو د ډلې  ١١٨تنه غړي له افغان ځواکونوسره په جګړه کې وژل شوي دي.

داپه داسې حال  کې ده چې په تېرو ٢٤ ساعتوکې افغان ځواکونو د هېواد په نهه ولايتونوکې له طالبانوسره جګړې کړي دي .

د ملي دفاع وزارت نن د يوې خبرپاڼې په خپرولوسره ويلي دي  چې په تېرو ٢٤ ساعتوکې د هېواد امنيتي اودفاعي ځواکونواوطالبانوترمنځ د لغماڼ غزني، قندهار ،زابل ، هرات ،غور ، بلخ، هلمند او د تخار په ولايتونوکې جګړې رامنځته شوي دي چې له امله يې  ١١٨ تنه وسله وال طالبان وژل شوي اويوشمېر نور ټپيان شوي دي.

په دغو جګړوکې څلور وسله وال طالبان نيول شوي او د طالبانود ډلې يوه اندازه وسلې اومهمات له منځه وړل شوي دي او ١٦٩ ډول ډول ماينونه دافغان ځواکونوله خوا کشف اوشنډ کړاى شوي دي.

ختم-ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته