کابل، د چنګاښ لومړۍ نېټه، باختر
د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي سيف الدين معتصم د دغه ولايت د سيمه ييزو راډيو ګانو د خپرونو او پروګرامونو د څرنګوالي څارنه وکړه.
د باختر آژانس د خبريال د خبر له مخې؛ د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس د راډيو ګانو د نشراتي پروګرامونو د څېړنې په ترڅ کې د هغوى د نشراتي چارو د پرمخ بيولو په خاطر هغوى ته لازمې لارښوونې وکړې.
د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس وويل، چې د رسنيو ټول پروګرامونه بايد د اسلامي امارت د پاليسو او د اسلامي شريعت پر بنسټ تنظيم شي.
هغه د دغه ولايت له ټولو رسنيو سره ژمنه وکړه چې د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د رسنيو ستونزو په حل کولو کې له هيڅ راز هلوځلو ډډه نه کوي.
په همدې حال کې د دغه ولايت د سيمه ييزو راډيو ګانو مسوولينو د خپلو يو لړ ستونزو پر وړاندې کولو سره ډاډ ورکړ، چې خپل ټول نشراتي پروګرامونه د شريعت له اصولو او د افغانستان اسلامي امارت د پاليسو له مخې تنظيموي.
د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د اطلاعاتو د آمر بسم الله نصرت د څرګندونو له مخې په دغه ولايت کې هيڅ کومه رسنۍ د اسلامي امارت د مسوولينو له لوري تړل شوې نه ده.
\ ج