کابل، د چنګاښ ۴ مه، باختر
پرون په جوزجان کې د پکتیکا او خوست ولایتونو له ورستیو زلزله ځپلو کورنیو سره د مرستې کمپاین پیل شو.
د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي سيف الدين معتصم د باختر آژانس خبريال ته وويل؛ د جوزجان يوشمېر ځوانانو، خبريالانو او خلکو د پکتيکا او خوست ولايتونو له زلزله ځپلو سره د مرستې راټولو کمپاين پيل کړ.
د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس د څرګندونو له مخې؛ دغه کمپاين ۵ ورځي دوام مومي او راټولې کړاى شوې پيسې د يوه پروګرام له مخې په هېواد کې د وروستۍ زلزله ځپلو کورنیو وېشل کېږي.
معتصم له خير غوښتوونکو کسانو او ملي سوداګرو وغوښتل، چې په اوسنيو شرايطو کې په خپلو مرستو سره په هېواد کې د مصيبت ځپلو کورنيو لاس نيوي وکړي.
\ ج