کابل، غبرګولي۱۶مه، باختر
د جوزجان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست په دغه ولايت کې څه د پاسه ٢٣ زره بزګرانو او کارګرانو ته د خوړو په بدل کې د کار لنډ مهاله پروژه پيل کړې ده.
د جوزجان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئيس قاري عبادالله انصار نن باختر آژانس ته وويل چې دغه پروژه د پنځو ورځو لپاره پيل شوې او ۲۳ زره ۹۹۷ بزګران او کارګران پکي کار کوي چې هر کارګر د کار په بدل کې د ورځې١٠ کيلو ګرامه غنم ترلاسه کوي
د هغه په خبره دغه کارګران په خپلو سيمو کې د ويالو په پاکولو ګومارل شوي دي.
د شبرغان ښار يو اوسېدونکي فدا محمد د جوزجان ولايت د کرنې له رياست څخه په قدردانۍ وايي خوشحاله دي چې له دې لار يې کار موندلى چې خپلې کورنۍ ته خواړه برابر کړي.
د يادولو وړ ده چې ياده پروژه د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګو او مالدارۍ وزارت له خوا پيل شوېى ده.
\ ذ