کابل / د ثور ۹ مه / باختر
د جوزجان امنیتي مسوولینو په دغه ولایت کې د یو تعویذګر د نیول کېدو خبر ورکړی دی.
د جوزجان امنیه قوماندان داملا سراج الدین احمدي باخترآژانس ته وویل چې دغه تعویذګر د شبرغان ښار په شنکو کلي کې د عملیاتو په پایله کې نیول شوی دی.
خبر ځای زیاتوي چې نیول شوي تعویذګر له یوې کورنۍ څخه۱۲۰۰۰ امریکايي ډالر، ۵۰۰ زره افغانۍ او دوه سیټه سره اخیستي دي.
ع