خبرونهټولنه

په جوزجان کې پر ۳۰۰ اړمنو کورنیو روژه ماتى وېشل کېږي

کابل/ د وري٢٥ مه / باختر
د جوزجان په مرکز شبرغان کې پر ۳۰۰ اړمنو کورنیو هره ورځ روژه ماتی وېشل کېږي.
په جوزجان کې د سيد محسن محبوب خيريه بنسټ استازي سيد اصف هاشمي باختر آژانس ته وويل چې د جوړشوي پلان له مخې هره ورځ په شبرغان کې ٣٠٠ اړمنو کورنیو ته روژه ماتی ورکوي.
د نوموړي په وينا، د روژې په مبارکه مياشت کې د اړمنو کسانو نيول او له هغوى سره مرسته يو بشردوستانه عمل دى.
هاشمي زياته کړه چې د دغې مرستې لګښت د دوو ترکي اتباعو له خوا ورکول کېږي.
یو شمېر هغه کورنۍ چې هره ورځ له دغه روژه ماتي څخه ګټه اخلي وايي، چې په همدې خوړو سره خپل پيشلمى او روژه ماتى تېروي.
دوی له خیرغوښتونکو او شتمنو کسانو وغوښتل چې په اوسني وضعیت کې د اړمنو کورنیو لاسنیوی وکړي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته